د 22م بدلون ترمخه د الېكشن كمېسون غړي به اوس يواځې قاضيان نه وي۔ د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد د سېنټ غونډه كښې ځواب

اسلام آباد ۔9جون(اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي دي د 22م بدلون ترمخه د الېكشن كمېسيون غړي به اوس يواځې قاضيان نه وي بلكې دا به د كومې هم څانګې څخه اخستې شي۔ د انتخابي اصلاحات كمېټي خپل كار كوي۔ د قانون وزير به د كمېټۍ غونډو تفصيلات څخه ايوان خبر ساتي۔ د زيارت په ورځ د سېنټ غونډه كښې د سناتور عبد القيوم د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ده ووئيل 18 بدلون اولس لپاره يوه لويه ډالۍ ده ولې اوس به هم يو شمېر اصلاحات كول وي۔ او دې لپاره پارلیمانی اصلاحات کمیټی جوړه كړې شوې د كومې چې 18 غونډې شوي۔ده ووئېل دې سره سره يو ذېلي انتخابي اصلاحات كمېټي هم جوړه كړې شوې د كومې کنوینئر چې د قانون وزير زاھد حامد دے۔ د دې كمېټۍ تر دې دمه 58 غونډې شوي۔ د قانون وفاقي وزير به د كمېټۍ غونډو كاروايو په اړه ايوان خبر ساتي۔