راولپنډی ۔ 10 جون(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره افغانستان كښې د ریزلوټ سپورټ مشن قومندان جنرال جان نكولسن او پاكستان او افغانستان لپاره د امريكا خاص سفير رچرډ اولسن د جمعې په ورځ جي ايچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د ملاقات په مهال په 21 مئي د ډرون بريد څخه وروستو په صورتحال ، افغانستان كښې په امن او سلامتيا او په خاص توګه د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال خبرې وشوې۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف بلوچستان كښې په ترسره شوي ډرون بريد خپله سخته اندېښنه ښكاره كړه كوم چې د پاكستان د خپلواكۍ خلاف ورزي ده۔ د پوځ سرلښكر دا خبره په ډاګه كړه چې څنګه ډرون بريدونه شريك باور او احترام ته زيان رسوي۔