د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر وېنا آئيني ضرورت دے .سيد خورشيد شاه ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 01 جون(اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر وېنا آئيني ضرورت دے۔ د ګل په ورځ په خپل چېمبر كښې د اولس مشر ممنون حسېن شريكې غونډې ته د وېنا پحقله ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر وېنا آئيني ضرورت دے٬ د پارلمان او كابينې غړو له د اولس مشر وېنا په وخت په ايوان كښې موجودګي پكار وه٬ د اولس مشر چوكۍ بې پرې وي٬ اولس مشر د بشپړه قام وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه د اولس مشر وېنا جامع او په هدفونو وه نو د دې اهميت به نور زيات وو٬ په وېنا كښې څه ادل بدل ضرور وو