د ټول ټاكنو اصلاحات له كمېټي كار كوي٬چيئرمېن هم ټاكلے شوې اسحاق ډار

اسلام آباد 17 جون(اے پی پی)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي د ټاكنو اصلاحاتو په اړه كمېټي خپل كار كوي٬چيئرمېن هم ټاكلے شوې٬د ټولوسياسي ګوندونو پھ غوښتنه د كميسون د غړو غوره كولو دائره پراخه كړې شوې ده ۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور محسن لغاري د اولسي اهميت په معامله ووئيل د خزانې وزير دې د ټاكنو اصلاحاتو كمېتۍ چارو په اړه مونږ خبر كړې۔د خزانې وزير ووئيل د ټاكنو اصلاحاتو كمېټۍ د غړو شمېره نه پوره كېدو سره پھ وخت آئيني بدلون منظور نه شو او دا عمل د تاخير ښكار شوې