د وزيراعظم محمد نواز شريف روغتيا لپاره د پېښور په مهابت خان جومات كښې دعا وشوه

پېښور 01 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ يوتھـ ونګ تر سيوري لاندې د وزيراعظم محمد نواز شريف روغتيا لپاره د پېښور په مهابت خان جومات كښې دعا وشوه۔ په جومات كښې د قرآن پاك ختم هم وكړے شو چې پكښې د پېښور مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاركنانو٬ مشرانو او د سيمې وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د قرآن پاك د ختم نه پس د مهابت خان جومات خطيب مولانا طيب قريشې د اپرېشن نه پس د وزيراعظم محمد نواز شريف زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔