د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د نړيوالې ورورولۍ څخه د فلسطين پھ زمكه د اسرائيلي قبضې خاتمې لپاره د مرستې خواست وكړو

تل ابيب 28 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون د نړيوالې ورورولۍ څخه د فلسطين په زمكه د اسرائيلي قبضې خاتمې لپاره د مرستې خواست كړے۔ د اسرائيلي مېډيا له مخې په تل ابيب پوهنتون كښې خطاب كولو سره ده ووئيل چې نړيوالې ورورولۍ له د اسرائيلي قبضې خاتمې لپاره او د دواړو هېوادونو په ګډه د ژوند تېرولو پھ دوه رياستونو عملدرآمد لپاره د مرستې ضرورت دے۔ له بلې خوا د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وياند عدنان ابوحسانه وئيلي دي چې عمومي سېكتر بان كی مون به ډېر زر د فلسطين چارواكو سره ملاقاتونه وكړي