د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون په تركيه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه وكړه

نيويارك 29 جون (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون په تركيه كښې د ترهه ګرۍ د پیښې په سختو ټكو غندنه كړې۔ د ملګرو ملتونو د دفتر څخه په جاري شوي بيان كښې ده د استنبول پھ اتاترك انټرنېشنل هوائي مېدان د ډزو او ځانمرګي بريدونو غندنه كولو سره په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې مونږ پھ دې غم كښې د تركيې اولس سره شريك يو۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په بريد كښې ككړ عناصر به ډېر زر انصاف سره مخ كړې شي۔ بان كی مون ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد سيمه ايز او نړيوال طاقتونه پھ ګډه د كار كولو ضرورت دے دغسې چې پھ ګرده نړۍ كښې د انتهاخوښو بشپړه خاتمه وشي