د كورنيو چارو وزير د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه ټول هېواد كښې د كمپوټرائزډ قامي شناختي كارډونو د بيا تصديق پېل كولو منظوري وركړه

APP15-23 ISLAMABAD: June 23 - Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan chairing a high-level meeting to review arrangements made for CNIC Re-Verification at Interior Ministry. APP

اسلام آباد 23 جون(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلی خان د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه ټول هېواد كښې د كمپوټرائزډ قامي شناختي كارډونو د بيا تصديق پېل كولو حتمي منظوري وركړې ده ۔په دې لړ كښې د زيارت په ورځ د داخله وزير په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې داخله سېكتر ،د نېشنل كوآرډينېشنل نېكټا چيئرمېن د نادرا چيئرمېن او نورو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔داخله وزير ته وئيلې شول نادرا يو هېلپ لائن جور كړې چرته چې به هره ورځ لس زره كالونه٬ او په اېس اېم اېس ګېټ وے يو لك 50 زره مېسجونه راتلې شي او چرته چې به خلق ناآشنا خلقو ته د شناختي كارډ جاري كولو پحقله راپورونه وركولې شي۔داخله وزير ته وئيلې شول د تصديق كمپائن لپاره تربيه ترسره كړې شوې۔دا خبره د ذكر وړ ده د كورنيو چارو وزير د تصديق عمل لپاره نادرا ته 6 مياشتې وخت وركړې او د تصديق عمل د قامي سلامتيا په لړ كښې مهم ګرځولې شي۔په غېر قانوني توګه شناختي كارډ ترلاسه كوٶنكي په ګوته كوٶنكو لپاره به د تصديق مشتركه كمېټۍ جوړولې شي۔داخله وزير ووئيل نادرا دې د بلاك شويو قامي شناختي كارډونو كېسونو ختمولو له د وخت ټاكنه وكړي