د شناختی کارډ بيا تصديقولو عمل د كوم خاص قوميت په نښه كول نه دي

اسلام آباد ۔9جون(اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمن وئيلي دي د شناختی کارډ بيا تصديق كولو عمل كوم خاص قوميت په نښه كول نه دي۔ د 96 زره بلاک شناختی کارډونو كېسونو به د نوې تګلارې ترمخه تصديق كولې شي۔ د ولی محمد ملا منصور د شناختی کارډ تصدیق کوؤنكي چارواكي نيولې شوي دي۔ نادرا به د اېس اېم اېس د لارې د هرې كورنۍ څخه تفصيلات معلوموي۔ جعلی شناختی کارډ لرونكو ته تر 31 جولائي څخه تر 31 اګست د خپل شناخت ښودلو موقع وركړې شوې۔ د دې څخه وروستو به د دوئي په ضد قانوني كاروائي كولې شي۔ جعلي شناختي كارډ لرونكو ته تر 14 كالو سزا وركړې كېدې شي۔ د تصديق په عمل كښې به اولس كومې ستونزې سره نه مخ كيږي۔ د زيارت په ورځ د سېنټ غونډه كښې د سناتور عثمان كاكړ او نورو غړو د التواﺀ په تحريك بحث راغونډولو سره دوهم وزير انجینئر بلیغ الرحمان ووئيل نزدې د 10 نيم كروړه شناختي كارډونو به بيا تصديق كولې شي۔ ده ووئيل د سمز تصديق كولو په مهال هم دا خبره كېده چې دا د عمل وړ كار نه دے۔ ولې مونږ د دې تصديق وكړو۔ پاكستان د نړۍ يواځنې هېواد دے چرته چې د سمز تصديق شوے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د غېر قانوني هېواد پرېښودونكو زياتره شمېره د افغان كډوالو ده۔