د شام سرحدي ښار منبج كښې د جنګ له امله د دوه لكه كسانو ځپلے كېدو اندېښنه ده۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 07 جون (اے پي پي)ملګرو ملتونو وئېلي دي د سوريه سرحدي ښار منبج كښې د نښتې په نتيجه كښې تراوسه 20 زره كسان بې كوره شوي دې ۔د المان مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې اندېښنه څرګنده كړې ده كه جنګ داسې روان پاتې شو نو د دوه لكه څخه د زياتو كسانو د ځپلې كېدو اندېښنه ده۔د ملګرو ملتونو ادارې له مخې د جنګ نه پس به ځپليو ته د خوراك څښاك٬داروګانو او اوبو حاجت وي۔د منبج اوسېدونكي سوئېل پلو پھ كډه كولو مجبور شوي دي