د سېنېټ چيئرمېن سګنل فري كورېډور په تاخير غونډه كښې د بحث كولو سپارښتنه

اسلام آباد 17 جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني كرال چوك كښې د سول ايوي اېشن زمكې نه ترلاسه كېدو پھ سوب سګنل فري كورېډور كښې د تاخير په معامله د پام راګرځونې په نوټس ايوان كښې د بحث سپارښتنه كړی ده ۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور چوهدري تنوير خان د اولسي اهميت په چاره ووئيل كرال چوك كښې سګنل فري كورېډور كښې د سول ايوي اېشن څلور كناله زمكه راځي٬د بده مرغه تراوسه سي ډي اے د زمكې ترلاسه كولو تقاضې تر سره كړی نه دي۔په دې معامله كه چا د غېر ذمه وارۍ څرګندونه كړی وي د هغوي څخه دې راپور وغوښتلې شي