د سېنېټ د تجارت قائمه كمېټۍ غونډه به د ګل په ورځ د جون پھ 27مه نېټھ كېږي

اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د سېنېټ د تجارت قائمه كمېټۍ غونډه به د ګل په ورځ د جون پھ 27مه نېټھ په پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ د غونډې مشري به چيئرمېن سناتور شبلي فراز كوي۔ په غونډه كښې به د ټرډېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ پاكستان چيف اېګزېكټو آفسر د ادارې لخوا د برآمداتو ودې لپاره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه كمېتۍ ته بريفنګ وركوي او په نورو چارو به هم غور كولې شي