د دوه اېډهاك الاؤنسسز ضم كولو نه پس 10 فيصد اېډهاك الاؤنس به وركړی كيږي ۔اسحاق ډار

APP03-04 ISLAMABAD: June 04 – Finance Minister Senator Ishaq Dar addressing post budget press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي راروان مالي كال بجټ كښې سركاري ملازمانو او پنشن اخستونكو له ښې آسانۍ وركړی شوي دي٬ دې سره به د هغوي مالي ستونزې كمې شي۔ د خالي په ورځ د خپلې اقتصادي ډلې سره د بجټ نه پس خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل د سركاري ملازمانو د تنخا او پنشن په اړه اړوندې كمېټي خپل وراندېزونه جوړوي كوم چې پھ دې لړ كښې صارفينو لپاره د بيعې اشاريې(سي پي آئي)تر نظر ساتي۔تېر كال سي پي آئي 6 فيصده څخه كم وو او د ملازمانو په تنخاګانو كښې 7 نيم فيصده زياتوالې شوې وو او دوه اېډهاك الاؤنسس ضم كړې شوي وو۔