د بېلو مذهبونو او فرقو ترمينځه د غلط فهمۍ او كركې سوبونه به لرې كول وي۔ د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ په اړه 13 نكاتي ضابطه اخلاق جوړه شوے ۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد ۔ 2 جون(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د بېلو مذهبونو او فرقو ترمينځه د غلط فهمو او كركې سوبونه به لرې كول وي۔ د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ په اړه 13 نكاتي ضابطه اخلاق جوړ كړے شوے۔ د خبرو اترو د لارې به په نړيواله كچه د بېلو مذهبونو ترمينځه همغږۍ پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د شورؤ په ورځ ځائي هوټل كښې د مجلس علماﺀ پاكستان تر سېوري لاندې د نړيوال امن او ورورولۍ كنفرنس ته خطاب كښې د بادشاهي مسجد خطيب مولانا عبد القدير آزاد ووئيل په نړۍ كښې په لګېدلي اور اوبه د مذهبونو ترمينځه د خبرو اترو د لارې اچولې كېدې شي۔