د الېكشن كميسون څلور غړي به د جون په 13مه نېټھ د خپلو چوكو څخه رېټائرډ شي

اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) د الېكشن كميسون څلور غړي به د ژوند په 13مه نېټھ د خپلو چوكو څخه رېټائرډ شي۔ په دغه غړو كښې جسټس (ر) روشن عيساني (سندھ)٬ جسټس رياض كياني(پنجاب)جسټس(ر)فضل الرحمان (بلوچستان) او جسټس(ر)شهزاد اكبر خان(خېبرپښتونخوا)شامل دي۔د الېكشن كميسون ډائرېكټر جنرل ثريا جمال اے پي پي ته ووئيل چې د الېكشن كميسون د غړو د رېټائرډ كېدو نېټھ نزدې ده۔دې ووئيل نوي تعينات كېدونكو څلورو غړو كښې به دوه غړي دوه نيم كاله پس او دوه غړي پنځه كاله موده بشپړولو نه پس رېټائرډ كېږي