حكومت كاروبار او مصرف كوٶنكي دوست بجټ وړاندې كړې چې ټول اولس ئې هركلے كوي۔اسحق ډار

APP97-10 ISLAMABAD: June 10 - Finance Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar chairing meeting on post-budget proposals. APP

اسلام آباد 10 جون(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېف بي آر اعلٰې چارواكو غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې په بجټ بحث كښې د وړاندې كړې شوېو پوسټ بجټ سفارشاتو جاج واخستلې شو۔ د فنانس سېكتر او د اېف بي آر چيئرمېن غونډې ته د دواړو ايوانونو غړو او اړوند كمېټو لخوا په وړاندې كړې شويو سفارشاتو بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير ووئيل حكومت كاروبار او مصرف كوٶنكي دوست بجټ وړاندې كړې چې ټول خلق ئې هركلے كوي٬ د كركيلي څانګې له د وړاندې كړې شويو تجويزونو زياته ستائنه كېږي دغسې د برآمداتو د زياتي او د صنعتي پرمختګ پحقله د حكومتي اقداماتو هم ستائنه كېږي۔ده ووئيل حكومت د شرح نمو زياتوالي ته خاص پام كوي او د كال 17-2016 بجټ به دې مقصد ترلاسه كولو لپاره مرستياله وګرځي