حكومت د توان بحران خاتمې لپاره جامع ګامونه پورته كړي۔ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت اقتدار كښې راتلو څخه وروستو هېواد كښې د توان بحران خاتمې لپاره جامع ګامونه پورته كړي ٬ د كال 2013م پھ مهال د برېښنا لوډشېډنګ 18 نه تر 20 ساعته و كوم چې 6 نه تر 8 ساعته كم شوې۔ د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحاتو د وزارت چارو چارواكو وئېلي دي چې د پائيدار اقتصادي پرمختګ اهداف باوري كولي لپاره د كوئلې٬اوبو او متبادل توان ټولې ذريعې په كار رواستلې شي چې عكاسي يې په وژن 2025 كښې هم كېږي۔ د توان بحران خاتمې لپاره د خاص حكومتي هڅو له مخې وفاقي حكومت په پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي)كښې د توان څانګې لپاره زيات فنډز بېل كړې۔)