حكومت به د جرائمو مخ نيوي لپاره ټولو لويو ښارونو كښې سېف سټي پراجېكټ زر پېل كړي۔ دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي چې حكومت به د جرائمو مخ نيوي لپاره ټولو لويو ښارونو كښې سېف سټي پراجېكټ زر پېل كړي۔ نجي ټېلي ويژن سره پھ خبرو كښې ده ووئيل چې د شناختي كارډ تصديق لپاره به د جولائي څخه اېس اېم اېس سروس جاري كړې شي چې د لارې به يې هر يوې كورنۍ د غړي د نادرا څخه تصديق وشي۔ ده ووئيل چې كومې عسكري ډلې ته به په كوم بل نوم د كار كولو او د سهولت كار جوړیدو اجازه ورنه كړی شي