جعلی شناختي كارډ لرونكي څرګندول ملي فريضه ده٬ داسې كسان په ګوته كوٶنكو له به لس زره روپۍ انعام وركولې شي۔د داخله وزارت قام ته غږ

اسلام آباد 29 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وزارت قام ته غږ كړې دې چې جعلی شناختي كارډ لرونكي څرګندول يوه ملي فريضه ده٬ داسې كسان څرګندٶنكو له به لس زره روپۍ انعام وركولې شي ۔د داخله وزارت ذريعو وېنا ده چې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په خاص سپارښتنه ټول هېواد كښې جعلي شناختي كارډ لرونكي كسان په ګوته كولو له پاليسۍ ته حتمي شكل وركړې شوې ۔وزارت قام ته غږ كړې چې ھغوي جعلي شناختي كارډ لرونكي كسان په ګوته كړي او خپله ملي زمه واري ترسره كولو سره د نادرا لخوا په دې هېلپ لائن لمبر 080070786 یا 7000 باندې اطلاع وركړي ۔ اطلاع وركونكې له به سړي سر لس زره روپۍ انعام وركولې شي او د ھغوي نامه به پټه ساتلې شي دا سكيم به د جولائي وړومبۍ نېټې څخه فعاله وي۔