جاپان كښې د سختو بارانونو نه پس د خاورو كمر راپريوتو په نتيجه كښې درې كسان مړه او درې بې دركه شوي

ټوكيو 21 جون (اے پی پی) په جاپان كښې د سختو بارانونو نه پس د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې درې كسان مړه او درې بې دركه شوي دي۔ د جاپان مېډيا له مخې د سوئېلي جاپان په كماماټو سيمه كښې د روانو بارانونو او سېلاب له امله د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې درې كسان مړه او درې بې دركه شوي۔ د رېسكيو چارواكو له مخې په مړو شويو كښې 92 كلن تن شامل دے۔ دغسې دوه كسان سېلاب وړي دي