بان كي مون په استنبول كښې د ترهګرې د بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه 08 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون د تركيې پھ استنبول ښار كښې د نهې پھ ورځ د ترهه ګرۍ د ترسره شوي بريد سخته غندنه كړی پھ دې بريد كښې 11 تنه مړه او ګن شمېر ژوبل شوي وو۔د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند سټيفن دوجارك پھ خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هيله لري چې پھ دې بزدلانه كاروائۍ كښې ككړ عناصر به زر نيولو سره د قانون منګولو ته وسپارلې شي۔بان كی مون په بريد كښې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كره او د ژوبل شويو روغ صحت لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه