اولس مشر ممنون حسېن پاكستان ته د ښه ماركيټ درجه په ترلاسه كېدو د خزانې وزير اسحاق ډار له مباركي وركړه

اسلام آباد 17 جون(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن پاكستان ته د ښه ماركيټ درجه په ترلاسه كېدو د خزانې وزير اسحاق ډار له مباركي وركړې ده او په دې لړ كښې يې د هغه ښه كاركردګي ستائېلې ده ۔اولس مشر ووئيل د خزانې وزير او د هغه د ډلې د خوارۍ نتيجه ده چې پاكستان د يو ښه ماركيټ درجه ترلاسه كړې۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د دې مثبت پېشرفت نه پس به پاكستان كښې سرمايه كاري زياته شي ځكه چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته