امريكې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د پولې په نښته تشويش ښكاره كړو

واشنګټن 16 جون (اے پی پی) امريكې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د پولې په نښته د تشويش څرګندونې كولو سره وئېلي دي سيمه كښې امن او استحكام له د دواړو ګاونډيانو ترمينځه ښو اړيكو ته اړتيا ده۔د امريكې خارجه محكمې وياندې جان كربي تېره ورځ د معمول پرېس بريفنګ په مهال ووئيل امريكا د طورخم په پوله پھ رامخې ته شوې نښته تشويش لري۔وياندې د دواړو اړخه په لويې مقدار د وسلې په موجودګۍ هم د اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل په نښتو كښې د ځاني زيان اطلاعات ترلاسه شوي دي