افغان امنيتي ځواكونو د بېلا بېلو عملياتو په مهال د 59 جنګيالو وژلو ادعا وكړه

كابل 14 جون (اے پي پي) افغان امنيتي ځواكونو د بېلا بېلو عملياتو په مهال د 59 جنګيالو وژلو ادعا وكړه۔ د مېنځني لوګر ولايت والي د افغانستان ځائي مېډيا ته ووئيل چې د ولايت په پياړو خېل ولسوالې كښې افغان او امريكائي ځواكونو شريك عمليات كړي دي او په نتيجه كښې ئې د طالبانو د والي پشمول 13 طالب جنګيالي وژل شوي دي۔ دا عمليات څو ساعته روان وو او پكښې په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې شوي دي۔ په هلمند ولايت كښې د افغان ځواكونو په عملياتو كښې د 46 جنګيالي وژلو ادعا كړې