افغانستان او پاكستان دې په پوله د تاؤ تريخوالي مسئله په امن ناكه ډول حل كړي۔ د امريكې خارجه محكمه

واشنګټن 15 جون(اے پی پی) امريكې افغانستان او پاكستان ته وئېلي دي چې په پوله د تاؤ تريخوالي مسئله دې په امن ناكه ډول حل كړي۔د امريكې د خارجه څانګې وياند جان كربي د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل چې مونږ په پوله د تاؤ تريخوالي صورتحال غور سره ګورو او د دواړو هېوادونو چارواكو سره رابطه كښې يو٬ مونږ دواړو هېوادونو ته دا وايو چې په امن ناكه ډول تاؤ تريخوالې ختم كړي۔ وياند ووئيل امريكا تاؤ تريخوالې زياتول يا د تشدد پیښې ليدل نه غواړي۔ وياند له مخې افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې خاص استازي رچرډ اولسن څوك چې پھ پوله د تعينات امنيتي اهلكارو ترمينځه په يو بل د ډزو په وخت په سيمه كښې موجود وو هغه هم د داسې جذباتو څرګندونه كړې۔ رچرډاولسن د پاكستان دورې پھ مهال د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز٬سرلښكر جنرال راحيل شريف او نورو چارواكو سره ملاقاتونه كړي او په ګڼو چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې