اروپائي كونسل پھ استنبول كښې د ترهه ګرۍ بريد وغندلو

انقره 08 جون (اے پي پي)د اروپائي كونسل پارلماني اسمبلۍ د تركيه په ساحلي ښار استنبول كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړې ده ۔د تركيه مېډيا له مخې د تركيه پارلمان لخوا جاري شوې اعلاميه كښې وئېلي شوي د انقره په سركاري دوره راغلې د اروپائي كونسل چارواكو د استنبول په بايزيد چوك كښې د بمي چاودنې سخته غندنه كولو سره د تركيه حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كړې او پېښه كښې د مړو شويو كسانو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړې ده