آسټرېليا كښې سېلاب درې كسان اوژل

سډني 06 جون (اے پی پی)د آسټرېليا ختيزو ساحلي سيمو كښې د راغلي سېلاب په نتيجه كښې درې كسان مړه شوي دې ۔ځايي مېډيا له مخې ختيزو ساحلي سيمو كښې د باران او تېزو هواګانو لړۍ روانه ده دغسې چارواكو نيو ساؤت وېلز٬وكټوريه او تسمانيه كښې اختياطي تدابير خپل كړي۔د تېرې اونۍ په مهال نيو ساؤت وېلز كښې د 86 زره كورونو برېښنا معطل شوې وه۔ګڼ كسان محفوظ ځايونو ته رسولې شوي۔