په چين كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 3 بې دركه شوي دي

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) په چين كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ د چين سركاري خبري اژانس له مخې د چين په سوئيلي ولايتونو هوبے٬ جيانګ شي٬ هونان٬ فوجيان او ګوانګشي كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د دوه زرو نه زيات كورونه ځپلي شوي دي