په سوئيلي افغانستان كښې افغان پوليس اهلكار خپل 6 ملګري ووژل

كابل 22 مئي (اے پي پي) په سوئيلي افغانستان كښې افغان پوليس اهلكار خپل 6 ملګري وژلي دي او په سرپل ولايت كښې د افغان امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمېنځه په نښته كښې د يو امنيتي سرتېري پشمول 5 وسله وال وژل شوي دي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې په ارزګان ولايت كښې درې پوليس سرتېرو خپل 6 ملګري وژلي دي۔ د افغان چارواكو په خبره دا پېښه په د ولايت په چارچينو ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې