په سعودي٬ يمن او لېبيا كښې داعش ډله نړيواله ترهګره ډله وګرځول شوه

واشنګټن 21مئي (اے پي پي) امريكې په يمن٬ سعودي او لېبيا كښې داعش ډله د ترهګرو د نړيوالو ډلو په لسټ كښې شامله كړه۔ د غېر ملكي خبري اژانس راپور له مخې د امريكې د خارجه محكمې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د داعش ډلې بلېك لسټ كړې شوې دي٬ د دې ډلې د مرسته كوونكې په ضد به بندېزونه لګولې شي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دې ډلو مرسته كوونكي شپږ كسان د وړاندې نه بندېزونو سره مخ شوي دي۔