په تركيه كښې د وسله والو ځواكونو په بمبارۍ كښې 40 جنګيالي وژل شوي

استنبول 30 مئي (اے پي پي﴾ په تركيه كښې د وسله والو ځواكونو په بمبارۍ كښې 40 جنګيالي وژل شوي دي۔ د تركيې ځائي مېډيا له مخې په شمالي عراق كښې د تركيې په فضائي بريدونو كښې د پي كے كے وسله والو دوه اډې٬ څلور بكتر بند ګاډي او څلور اډې تباه كړې شوې دي