پاکستان نن د انقلاب په درشل ولاړ دے۔ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په شكل د هېواد پرمختګ او كاميابۍ امكانات لري

اسلام آباد ۔ 11 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نن د انقلاب په درشل ولاړ دے۔ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په شكل د هېواد پرمختګ او كاميابۍ امكانات لري۔ د سي پېك بشپړېدو سره به پاكستان د ټولې نړۍ د تجارت مركز جوړ شي۔ د تېر حكومت بدعنوانو او بد انتظاميو هېواد ته ډېر لوئې زيان رسولې دې ۔ اوس د هېواد چارې په سم لوري روانې دي۔ زلمي دې د نوې دور چېلنجونو مقابلې له ځان چمتو اوساتې۔ ده د شورؤ په ورځ د بحريه پوهنتون كانووكېشن ته خطاب كولو۔ په دې مهال د سمندري ځواك مشر اېډمرل محمد ذکاء اللہ او د پوهنتون رېكټر دوهم اېډمرل (ر) تنویر فېض هم موجود ؤ۔ اولس مشر ووئيل اوس حالات بدل شوي ملكي چارې په سم لورې روانې دي