پاکستان د كر كيلې په اړه د سوئيلي كوريا د تجربو څخه استفاده كول غواړي

اسلام آباد 10 مئي(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې پاکستان د كر كيلې په اړه د سوئيلي كوريا تجربو څخه استفاده كول غواړي ٬ په دې لړ كښې د كروندګرو د اېكسچېنج پروګرام پشمول ځيني نور پروګرامونه جوړېدې شي ۔او لس مشر دا خبرې د كوريا موده ترسره كوٶنكي سفير سونګ جونګ هوان سره وكړې چا چې د نهې په ورځ اولسمشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ ده ووئيل د پاكستان زرعي پوهنتونونه او د سوئيلي كوريا د زرعي تحقيق ادارو تر مېنځه مرسته هم په دې لړ كښې ګټوره ثابېتېدې شي