پاکستان د قدرتي آفتونو څخه په پېدا شوې وضعه قابو موندلو لپاره په ځائ كچه موثره مېكنزم لري

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دې پاکستان د قدرتي آفتونو څخه په پېدا شوې وضعه قابو موندلو لپاره په ځائ كچه موثره مېكنزم جوړ كړے او د خپل ذاتي تجربو او ښه عملي ګامونو په كار رواستو سره پرله پسې ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فعاله اپروچ پلو روان دے٬ پاكستان به د خطرو او بحرانونو په موثره مخنيوي له د ټولو نړيوالو هلو ځلو ملګرتيا كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په حقله كنفرنس پاکستان ته خپله وېنا كښې وكړې٬ په كنفرنس كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر رابللې چې كوربتوب ئې د تركيې دولت كوي۔ كنفرنس به دوه ورځې جاري وي