پاكستان كښې په وړومبني ځل د مهاتما بدھ د زېږېدنې ورځې په لړ كښې د “وساكه مېلې” دستورې پرانسته

اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د بدھ مت روحانی شخصیت مهاتما بدھ د زېږېدنې ورځې په لړ كښې پاكستان كښې په اولني ځل د ”وساک میلې” اهتمام وكړې شو۔ په دې كښې ګډون لپاره سري لنكا څخه 50 كسيزه پلاوې پاكستان ته راغلے دے۔ قامي تاريخي او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي د ګل په ورځ د سري لنكا پلاوي مشر ډایا ګاماګے او دوهم وزير ډاكټر مسز ګاماګے سره په ګډه د ‘وساک مېلې’ دستورو پرانسته وكړه۔ سری لنکا كښې د پاكستان سفير مېجر جنرل (ر) جے ناتھ لوکوکیټاګوډېج، د قامي تاريخ او ادبي ورثې وفاقي سېكتر محسن اېس حقانی، د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن او د سري لنكا هائي كمېسيون اعلی چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ د وزیراعظم مرستيال عرفان صديقي پلاوي ته هركلي وئيلو سره ووئيل پاکستان كښې په اولني ځل د مهاتما بدھ د زېږېدنې په لړ كښې د دې دستورو كولو پرېكړه شوې دغسې چې د اولس ترمينځھ تماس او همغږۍ ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل د بدھ مت د منونكو د جذباتو په احترام كښې مهاتما بدھ سره اړوند متبرك څيزونه په دې ورستيو كښې د سري لنكا حكومت ته سپارلي دي