ولېمز دواړه خوېندې د فرنچ اوپن ټېنس دوېم پړاٶ ته ورسېدې

پېرس 25 مئي(اے پي پي) سرینا ولېمز او وینس ولېمز دواړه خوېندې په فرنچ اوپن ټورنمنټ كښې د مېرمنو ډبلز كښې دوېم پړاٶ ته رسېدلې دي۔ دې دواړو لوبغاړو د جلينا اوسټاپنكو او يولياپوټنسېوا ته په سټرېټ سېټس كښې ماتې وركړې۔ د كال دوېم ګرېنډ سلام ټېنس جام په لړ كښې وېمنز ډبلز 1 يونټ كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونې سره د قزاخستان یولیا پوټنسیوا او د لټوېن جلينا اوسټاپنكو ته ماتې وركولو كښې كاميابه شوي دي