وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ډاكټر آصف كرماني سره په ګډه هټياڼ بالا كښې د پاسپورټ دفتر پرانسته وكړه

ھټياں بالا ۔ 29 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرنو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني سره په ګډه هټياڼ بالا كښې د پاسپورټ دفتر پرانسته وكړه۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) آزاد كشمير صدر راجه محمد فاروق حېدر خان ٬ پخوانۍ وزيره نورين عارف او د مسلم ليګ (ن) مشر لارښود ډاكټر مصطفی بشير عباسي هم موجود ؤ۔