وزیراعظم محمد نواز شریف په ایبټ آباد كښې د غیرت په نامه د بې ګناه جينۍ د قتل سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 06 مئی ( اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په ایبټ آباد كښې د غیرت په نامه د بې ګناه جينۍ د قتل سخته غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم هاؤس لخوا د جاری شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دا ډول ناوړه کارروائي نه يوازې غیر اسلامی بلکې غیر انسانی هم ده ، په دې پېښه كښې ككړ كسان دې زر تر زره انصاف سره مخ كړې شي۔