وزيراعظم محمد نواز شريف د برېښنا د كاسا 1000 د پروژې پېل كېدو په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د تاجكستان په دوه ورځنې دوره لاړو

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د برېښنا د كاسا 1000 د پروژې پېل كېدو په دستوره كښې ګډون كولو لپاره د شورو په سهار د تاجكستان په دوه ورځنې دوره لاړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف دا دوره د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه كوي۔ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او اعلٰي چارواكي هم وزيراعظم سره دي۔