وزيراعظم به د مخالفې ډلې لخوا د كړيو پوښتنو ځواب د جمعې په ورځ پارلمان كښې وركوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف څو ځله د پارلمان غړے پاتې شوے ٬ ھغه وړاندې هم خبره كړې وه او اوس به هم كوي٬ د مخالفې ډلې د پوښتنو به وزيراعظم د جمعې په ورځ پارلمان كښې ځواب وركوي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې سناتور پروېز رشيد ووئيل د مخالفې ډلې مشر د پارلمانې ماحول ښه كولو هڅه كړې او مونږ د ھغه مننه كوٶ۔ده ووئيل ھغه دلته په خبره كولو خوشحالي محسوسوي او په خبرو اورېدو هم خوشحالېږي