نېشنل بك فاؤنډېشن د اسلام آباد سكولونو ته نصابي كتابونه وركړل

اسلام آباد ۔ یکم مئی (اے پی پی) نېشنل بک فاؤنډېشن ( اېن بی اېف ) دپلازمينې سكولونو ته تعليمي كال 2016 ء ٬ 2017 ء لپاره كتابونه وركړل۔ د اېن بي اېف لخوا جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه په دې لړ كښې د بک فاؤنډېشن هېډ آفس كښې سېنټرل سپلائي سېنټر جوړ كړے شوے۔