منطقې څخه ترهه ګري ختمولو له افغانستان كښې امن ته اړتيا ده۔ د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ عمليات آخري پړاؤ كښې دي۔ مليحه لودھي

واشنګټن ۔ 29 مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښی د پاكستان مستقل مندوبې مليحه لودھي وئيلي دي منطقې څخه ترهه ګري ختمولو له افغانستان كښې امن په ځائې كولو ته اړتيا ده۔ د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ عمليات په آخري پړاؤ كښې دي۔ تر كومې چې افغانستان كښې بشپړ عمل قائم شوے نه وي تر دغه وخت ترهګري بېخي ختمېدې نه شي۔ د ترهه ګرۍ خطرې ګڼ اړخيزه دي۔ د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو كاروائۍ بايد وستائلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د هارورډ پوهنتون كېنېډي سكول طالبعلمانو ته خطاب كښې وكړه۔