ملګري ملتونه دې كشميريانو او فلسطينيانو باندې روان ظلم بند كړي

ملګري ملتونه ۔ 12 مئی (اے پی پی) پاکستان ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې په كشميريانو او فلسيطينيانو د روان ظلم او زياتي مخه ونيسي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د امن او سلامتيا په سرخط يوه مباحثه كښې ووئيل د ډېر مودې څخه د كشمير او فلسطين شخړو كوم هوارې نه رامخې ته كيږي او د دې دواړو شخړو نه هوارېده به د ملګرو ملتونو لخوا د دوه مخيز معيار څرګندونه وي۔