قامي جونیئر جوډو لوبډله به اېشین جونیئر اېنډ کېډټ جوډو جام كښې برخه اخلې

اسلام آباد 30 مئي(اے پي پي) قامي جونیئر جوډو لوبډله به اېشین جونیئر اېنډ کېډټ جوډو جام كښې برخه اخلې۔د پاكستان جوډو فېډرېشن سېكتر مسعود احمد خان له مخې اېشین جونیئر اېنډ کېډټ جوډو جام به سږ كال د ستمبر په وړومبۍ اونۍ كښې هند كښې كېږي او دې كښې به د قامي لوبډلې نارينه او زنانه لوبغاړې ګډون كوي۔په جام كښې ګډون لپاره به د قامي لوبغاړو د تربيې كېمپ د واړه اختر نه پس د جولائي په مياشت كښې پېل كېږي۔