شپږم بحريه ټاٶن اوپن ګالف چېمپئن شپ (نن) پېل كېږي

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)د پاکستان ګالف فېډرېشن او د پنجاب ګالف اېسوسي اېشن په مرسته شپږم بحريه ټاٶن اوپن ګالف چېمپئن شپ (نن) د جمعې په ورځ په بحريه ګارډن سټي او ګالف اېنډ كنټري كلب پېنډۍ او د بحريه ګالف سټي اېنډ كنټري كلب اسلام آباد كښې پېل كېږي۔