سياسي استحكام نن د پاكستان تر ټولو لوئے حاجت دے۔ سياسي استحكام چې څوك هم په نښه كوي هغه د پاكستان معيشت ته زيان رسوي۔ سناتور پروېز رشيد

مظفر آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي سياسي استحكام نن د پاكستان تر ټولو لوئے حاجت دے۔ سياسي استحكام چې څوك هم په نښه كوي هغه د پاكستان معيشت ته زيان رسوي۔ نواز شریف د هېواد سترې لارې د معيشت شه رګ او د تجارتي هلو ځلو مركز جوړول غواړي۔ عمران خان په دې سړكونو انتشار او فساد ليدل غواړي۔ مونږ د خپلې فضا او زمكې بېرته اخستلو له هڅې كوؤ۔ د نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان تنزل څخه د پرمختګ سفر پېل كړې۔ ده د اتوار په ورځ د مظفر آباد پرېس كلب پروګرام ”میټ دی پرېس”كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل كشمير كښې د مسلم لیګ نون کامیاب ورکر کنونشنونو څخه د مسلم ليګ نون مقبوليت څرګنديږي۔