سعودی عرب كښې ټرافيكي پېښه ،11 زده كونكې ژوبل شوې

ریاض 20 مئی (اے پی پی) د سعودی الباها سيمه كښې د سکول بس د پېښې سره مخ شوے چې په نتيجه كښې ئې 11 زده كونكي ژوبل شوې دي ۔ د عرب خبر رسنې ادارې له مخې د سعودی عربستان الباها سيمه كښې د سکول بس زده كونكې بيرته راوړلې چې الموسه سيمه كښې له بل پلو راروان ګاړې سره ټكر شو او پھ نتيجه كښې ئې 11 زده كونكې ژوبل شوې ۔ ژوبل شوي زده كونكې سول ډیفنس عملې روغتون ته رسولي دې ۔