زمبابوے به سږ كال د نيوزي لېنډ او سري لنكا په ضد ټېسټ سيريز لوبوي

اسلام آباد 06 مئي(اے پي پي) د زمبابوے كركټ لوبډله به سږكال د نيوزي لېنډ او سري لنكا په ضد ټېسټ سيريز لوبوي خو د حتمي شېډول اعلان لا نه دې شوے۔د زمبابوے كركټ چيئرمېن د دې خبرې تصديق كولو سره وئيلي دې چې قامي ډله به د دې ټېسټ سېريز نه پس راتلونكې كال ټېسټ كركټ كښې خپل مقام بيا تر لاسه كړې ۔ده ووئيل زمبابوے به د جولائي او اګست په مياشت كښې د نيوزي لېنډ او سري لنكا په ضد د ټېسټ سېريز كوربتوب كوي۔