د ښه کردار په سوب د پاك چین اقتصادی راهدارۍ مهمه ذمه واري اېس سی او ته سپارلې شوې ، وزیراعظم محمد نواز شریف

دینور/ګلګت19 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي هيواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے ، پاك چین اقتصادی راهدارۍ سره به كم پرمختلليو سيمو كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي ، آپټیکل فائبر پروژې سره به لرې سيمو كښې د مواصلات جدیدې اسانۍ ترلاسه شي ، د ښه کردار په سوب د پاك چین اقتصادی راهدارۍ مهمه ذمه واری اېس سی او ته سپارلې شوي ، د اېس سی او شميره د هيواد د وياړ وړ ادارو څخه كېږي ۔ د زيارت پھ ورځ خنجراب او پینډۍ ترمينځه د 820 کلومیټره اوږد آپټیکل فائبر پروژې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب کښې وزیراعظم ووئيل جدیدې ټیکنالوجۍ څخه استفادہ کولو سره معاشی پرمختګ لپاره دا پروژه مهمه ده ، ده سپارښتنه وكړه چې د دې پروژې د كار دائرہ د سی پیك پروژې سره پيوستو سيمو ته ورسولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د دې پروژې بشپړيدو سره به ګلګت بلتستان د پاکستان تر ټولو زيات پرمختلليو سيمو كښې شامل شي۔ وزیراعظم ووئيل د اقتصادی راهدارۍ سره به د هيواد ټولې برخې تړلې شي ، د دې پروژې ترمخه به د سړكونو جوړولو ، ریلوے، توان پروژې ،بنیادی اډانې او جدید انفارمېشن کمیونیکېشن پراجیکټس بشپړ شي۔ وزیراعظم ووئيل سپېشل کمیونیکیشنز آرګنائزېشن( اېس سی او) افسران، انجینئرز او ځوانانو خذماتو پھ سوب آزاد کشمیر او لرې پرتو سيمو ته به د ټیلی مواصلات جدیدې اسانۍ ورسي ۔