د پي سي بي سټار انډر 16 کرکټ جام درېم پړاٶ (نن) پېل كېږي

اسلام آباد 12 مئي(اے پي پي)د پاكستان كركټ بورډ تر سېوري لاندې هېواد كښې روان د پي سي بي سټار انډر 16 كركټ جام درېم پړاٶ (نن) د جمعې په ورځ پېل كېږي۔ جام كښې به ګروپ اے كښې د كوئټه مقابله ملتان او د كراچۍ مقابله حېدرآباد سره كېږي٬ ګروپ بي كښې به د فېصل آباد او اېبټ آباد او د اسلام آباد او پېښور ترمېنځه مقابله كېږي دغسې په ګروپ سي كښئ به د لاهور او ډېره مراد جمالي لوبډلې او د آزاد كشمير او بهالپور ترمېنځه مقابلې كېږي۔